اسلام آباد 12 م??رچ (اے پي پي)وزير??عظ?? عمران خان وئېلي دي د هېواد معيشت ښه والي له د برآمدات ودې ته حكومت پام لرنه كوي٬ خاص اقتصادي زونز كښې د صنعتونو جوړولو په لړ كښې پېښې مسئلې دې حكومت د پاليسۍ په رڼا كښې په ترجيحي بنيادونو حل كولو ته خاص پام لرنه وكړي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د ستراتېژېكي ټرېډ پالېسۍ فريم ورك د 2020 نه تر 2025 او ټېكسټائل پالېسۍ 2020 نه تر 2025 د بريفنګ اخستو مشري په مهال وكړه۔په غونډه كښې د توان وزير عمر ايوب٬د اقتصادي چارو وزير حماد اظهر٬د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د پېټروليم خاص مرستيال نديم بابر٬د سټېټ بانك ګورنر سيد رضا باقر٬اړوندو سېكترانو او افسرانو ګډون وكړو۔وزير??عظ?? غونډې ته ووئيل د هېواد معيشت ښه والي ترمخه د برآمدات ودې ته حكومت پام لرنه كوي۔وزير??عظ?? پالېسو جوړولو كښې د نجي څانګې شراكت په اداره جاتي بنيادونو روانولو په حقله ووئيل حكومت د نجي څانګې لارښودنې او مشاورت سره په معاشي اهداف ترلاسه كولو باور لري۔وزير??عظ?? ووئيل حكومت د پالېسو تسلسل په اړه لوظي دے۔ده سپارښتنه وكړه چې خاص زونز كښې صنعتونو جوړولو په اړه پېښې مسئلې د حكومت د پالېسۍ په رڼا كښې په ترجيحي بنيادونو حل كولو ته دې پام لرنه وكړ?? شي۔په غونډه كښې د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد تفصيلي بريفنګ وركړو۔وزير??عظ?? ته د اېس ټي پي اېف په اړه ووئيل شول د دې كوټلي فريم ورك مقصد د برآمدات په اړه بنيادي سوچ كښې بدلون راوستل دي دغسې چې د نړيوالو حاجتونو له مخې د څېزونو په ځايې كچه جوړول ممكن شي۔مجوزه فريم ورك كښې د وزير??عظ?? په مشرۍ كښې دې يو اعلٰی كمېټۍ جوړه كړ?? شي دغسې چې په مجموعي پېشرفت نظر اوساتلې شي۔وزير??عظ?? ته د مجوزه ټېكسټائل پالېسۍ 2020 نه تر 2025 په ترجيحاتو هم تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔وزير??عظ?? ته ووئيل شول د ټېسكسټائل ودې له د تېرو 10 كلونو په مهال د مرستې په لړ كښې 68 اربه روپۍ وركړی شوي او دې حكومت په يو نيم كال كښې 71 اربه روپۍ وركړي۔وزير??عظ?? ته ووئيل شول په تېرو دريو مياشتو كښې ټېكسټائل څانګې له 27 اربه روپۍ دغسې نان ټېكسټائل څانګې له 1.4 اربه روپۍ وركړی شوي۔غونډې ته ووئيل شول تېرو حكومتونو دې څانګې له د مرستې اعلانونه كړي خو په هغې عملدرآمد نه دې شوې چې په نتيجه كښې يې كاروباري ورورولي ستونزو سره مخ شوې۔په غونډه كښې پريكړه وكړې شوه چې د كاروباري ورورولۍ د ري فنډز په حقله به نظام آسانولې شي چې د بېلو څانګو مرستې لپاره د حكومت د اړخه اعلان شوې روپۍ د بجټ برخه اوګرځولې شي۔په غونډه