اسلام آباد 06 مارچ (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې تر درې ??سيزو په قام مسلط شوي نن خپلې ناكامۍ قبلوي’ د پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسی بیان د جرم اعتراف دې’ د پاكستان اولس د دوه كورنيو موروثی او سیاسی ماډل څخه بیزاره دي، اولس عمران خان وزیراعظم منتخب كولو سره نوې لاره لټولې ده۔ د دې خيالاتو څركندونه دې د جمعې په ورځ د پخواني وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی بیان نه پس جاری شوې خپل يو ټويټ كښې كړې كوم كښې چې هغه وئيلي چې” د نير وخت ماډول د هېواد مسئل حل نه كړې شوي د نوې لارې ??ټولو ته اړتيا ده”۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د شاهد خاقان عباسی دا ??یان په اصل كښې د جرم اعتراف دې۔ دې ووئيل تر درې ??سيزې په قام مسلط شوې نن د قام په وړاندې خپلې ناكامۍ قبلوي۔ دې ووئيل د پاكستان اولس عمران خان وزیراعظم منتخب كولو سره نوې لاره لټولې ده، د پاكستان اولس د دوه كورنيو موروثی سیاسی ماډل څخه بیزاره دې۔ دې ووئيل نن د جمهوریت خبرې ??ونكې په خپل دور كښې آئینی بدلون كولو سره د بادشاه سلامت جوړيدو هڅې كوي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل ”كمپنی سیاست” كښې ټول شیئرز كورنۍ ته ترلاسه كېږي،د هغوي جمهوریت دا ?? چې مشر ورو?? پخپله وزیراعظم، كشر ورور وزیراعلی، وراره د لوئې صوبې مختاراعلی جوړ شوې ؤ دغسې د هغه لور ”سوپر وزیراعظم” درجه لرله ‘ عمران خان د اولس هغه مقبول لارښود دې چا چې په حقیقی توګه د اولس راج قائم كړې۔دې ووئيل وزیراعظم سبا كراچۍ ته ځي چرته به چې هغه د لويو لويو اولسي پروژو پرانسته كوي۔