اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترس سره د كډوالو پلاوي ??لاقات وكړو. د اتوار په ورځ د پاكستان دورې په مهال د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره په اسلام آباد كښې د افغانستان، يمن او د تاجكستان د كډوالو پلاوي ??لاقات وكړو. په دې موقع د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ووئيل چې پاكستا?? مېلمه پال هېواد دے. د افغان كډوالو مېلمستيا لپاره پاكستان غوره اقدامات كړي دي. د اوږدې مودې نه د كډوالو په كوربتوب كولو د پاكستان مننه كوم. پاكستان د تركيې نه پس د كډوالو كوربتوب كوونكې دوهم لوي ??ېواد دے. ده ووئيل چې د دې دورې مقصد د پاكستان ستائنه كول دي. په افغانستان كښې د جنګ نه پس 45 ل??ه كډوال پاكستان ته راغلل. د كډوالو پلاوي د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په پاكستان كښې د تعليم، كاروبار او د هنر په اړه د تجربو نه خبر كړو. په دې وخت كښې په پاكستان كښې 27 ل??ه كډوال مېشته دي. پلاوي ??وئيل چې پاكستان عظيم قوم دے كومو چې زمونږ مېلمستيا كړې.