اسلام آباد ۔ 14 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي ترك سرمايه كارو ته پاكستان كښې د سې??ګرۍ ٬ آئي ټي او كركيلې په شمول بېلو څانګو كښې د سرمايه ك??رۍ كولو بلنه وركوؤ۔ پاكستان د سرمايه ك??رۍ بلها موقعې لري۔ ترك سرمايه كار بايد دې څخه ګټه پورته كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پاك ترك بزنس فورم ته خطاب كښې وكړه۔ ترك اولس مشر رجب طيب اردوان هم فورم ته خطاب وكړو۔ وزیراعظم عمران خان د پارلمان شريكې غونډې ته د ترك اولس مشر خطاب ستائ??و سره ووئيل د ده خطاب بې حده ستائلې شوې او زه باور لر??و سره وئيلې شم كه چرې ترك اولس مشر پاكستان كښې ټول ټاكنو ته اودرېږي نو كامياب به شي۔ ده ووئيل د ترك اولس مشر خطاب حكومتي بنچونو سره سره د مخالفې ډلو غړو هم ستائلې ۔ ده ووئيل د آئي ټي په اړه هم ترك سرمايه كارو ته د سرمايه ك??رۍ بلنه وركوؤ۔ ده ووئيل مونږ د آئي ټي او كركيلې په څانګو كښې د تركي تجربو څخه ګټه پورته كولې شؤ۔ دې څخه وړاندې د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبد الرزاق داؤد پاك ترك بزنس فورم ته خطاب كښې ووئيل تركي څخه راغلو مېلمنو ته د دوئي په دويم كور پاكستان كښی هركلې وايؤ۔ د پاکستان ترک بزنس فورم دوه ورځو څخه غونډه روانه وه۔ زمونږ دواړه لارښود دوه اړخيزه تزويراتي اړيكو ته وده وركولو ته صلا شوي ۔ فورم ته د تركېي د تجارت وزير خپل خطاب كښې ووئيل د دواړو هېوادونو سټرټېجک اکنامک فرېم ??رک ته صلا كېدل لويه كاميابي ده۔ دوه اړخيزه تجارتي حجم 85 کروړه ډالره دے كوم چې زياتېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان سره بېلو څانګو كښې په مرسته كولو هم صلا راغلې ده۔