اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ضرروي څيزونو په زيات مقدار وركولو او پ?? بيعو كښې د كمي په حقله غونډه د زيارت په ورځ وشوه چې پكښې د مواصلات وزير مراد سعيد٬د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ثانيه نشتر٬د خزانې وفاقي سېكتر٬د اندسټري سېكتر٬د مواصلات سېكتر٬د ي??ټېلټي ??ټو?? كارپورېشن چيئرمېن او نورو افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د عامو وګړو د كارولو څيزونو پ?? بيعو كښې د كمي كولو په حقله بېل تجاويز وړاندې كړی شول ۔د وزيراعظم د غريبۍ ختمولو خاص مرستيال ډاكټر ثانيه نشتر د احساس پروګرام په حقله د غريبۍ ځپليو كسانو له د ضروري څيزونو وركولو تجاويز وړاندې كړل۔د ي??ټېلټي ??ټو?? كارپورېشن چيئرمېن ذوالقرنين وزيراعظم ته په ټول هېواد كښې د ي??ټېلټي ??ټو??ونو نېټ ورك او ضروري څيزونو وركولو او پ?? بيعو كښې د كمي په حقله تجويزونه وړاندې كړل۔د ي??ټېلټي ??ټو?? كارپوېشن چيئرمېن ووئيل دا مهال د ي??ټېلټي ??ټو?? 4 زره مركزونه شته كوم چې د ضروري څيزونو وركولو او د هغې پ?? بيعه كښې كمي راوستلو له مهم كردار ترسره كولې شي۔د مواصلات وزير تجويز وركړو چې د ي??ټېلټي ??ټو?? څلور زره مركزونو نه علاوه د هېواد په نورو سيمو كښې د پاكستان پوسټ دفترې هم دې مقصد لپاره استعمالېدې شي۔وزيراعظم غونډې ته ووئيل د رياست ذمه واري ده چې دا خبره باوري كړي چې څوك هم نهر اوده نه شي٬رياست دې فرض تر سره كولو له هر ممكنه هڅې كوي ۔ ده ووئېل زمونږ ذمه واري نه يوازې ضروري څيزونه په زيات مقدار باوري كول دي بلكې د هغې پ?? بيعه قابو موندل هم دي