اسلام آباد 26 جون (اے پی پی) د وزیراعظم د سیاسی چارو خاص مرستيال نعیم الحق وئيلي دي چې اپوزیشن لارښود په زندان كښې د خپلو ملګرو بچ كولو لپاره يو ځائې شوي’ حكومت به آسانۍ سره بجټ منظور كړي’ بايد مریم نواز او بلاول بھټو زرداری د كركې وړ بيانونو څخه ډډه وكړي او د اولسي ګټو لپاره قانون سازۍ كښې برخه واخلي۔ د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل اپوزیشن په زندان كښې د خپلو ملګرو بچ كولو لپاره خپل سياست مخ پھ وړاندې بوځي۔ هغوي د ب??ټ ناكامه كولو هڅې كوي خو حكومت به پھ آسانۍ سره بجټ منظور كړي۔ ده ووئيل مریم نواز او بلاول بھټو زرداری د جمهوریت او قامی ګټو پھ ضد بیان بازی ??وي۔ بايد هغوي د كركې وړ بيانونو څخه ډډه وكړي۔ ده ووئيل قامی اسمبلۍ كښې به داسې ضابطه اخلاق جوړولې شي چې ورسره به څوك په يو بل تورونه نه شي لګولې۔ ده ووئيل احت??اج د ټولو سياسي حق دې خو بايد احت??اج د قانون له مخې وي