اسلام آباد 09 مئی (اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير خسرو بختيار وئېلي دي ګوادر فري ټرېډ زون دے كوم چې د چين كمپنۍ ته وركړی شوې ٬ د ګوادر پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي ٬د 17 نيم ارب?? روپو په لګښت به ګوادر نېشنل ګرډ سره تړلې شي٬په ماسټر پلان اتفاق راغلې٬د پس??انده سيمو لپاره به زي??تې روپۍ بېلولې شي۔د زي??رت په ورځ په سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور طلحه محمود د پوښتنې په ځواب كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير خسرو بختيار ووئېل د تېرو څلورو كلونو په مهال د اپرېل 2015 نه تر مارچ 2019 په مهال صوبائي حكومتونو څخه 119 پرمختيائي سكيمونه تر لاسه شوي چې پكښې سنټرل ډوېلپمنټ وركنګ پرټۍ د صوبائي حكومتونو سپانسر كړو 43 پروژو منظوري وركړی ده ۔د تېرو څلورو كلونو په مهال 31 پروژې صوبو ته بېرته وركړې شوي٬ ده ووئېل پھ دې كښې د بلوچستان 6 ٬ خېبرپښتونخوا 9 ٬ پنجاب 14 او سندھ 2 پروژې شامل دي۔ده ووئيل مونږ پس??انده او محرومو سيمو ته د پرمختګ موقعو ته ترجيح وركړی۔بلوچستان ته به د هغوي حق وركړې كېږي٬ ده ووئېل په كچي كن??ل 80 ارب?? روپۍ خرڅ شوي ٬ 8 ارب?? روپۍ نورې ايلوكېشن كولې شي۔خضدار او اړوندې سيمې د غربت ښكار دي٬هغو له هم بجټ كښې پروژې په ګوته كولې شي