اسلام آباد ۔ 17 مارچ (اے پی پی) د قبائلي ضلعو د بيا ودانۍ او بحالۍ ادارې پروګرام منېجر شكيل اقبال وئيلي دي قطبي وزيرستان ٬ سوئيلي وزيرستان ٬ خېبر ا??جنسۍ ٬ اوركزئۍ او كرم ايجنسۍ كښې د ځپلې شويو كورونو مستحقينو له 3.4 ارب روپۍ ريليف ډپيارټمنټ ته منتقل كړې شوې دي۔ ده د اتوار په ورځ اے پي پي ته و??ئيل چې په قطبي وزيرستان كښې د 4 زره ځپليو كورنيو ترمينځھ رقوم وې??لې شوي دي او په باقي پاتې ضلعو كښې به ډېر زر د فنډ وېش پېل كړې شي۔ ده و??ئيل د ځپلې شويو كورنيو لپاره دا رقوم وې??لې شي كومو لپاره چې د 3.4 ارب ??وپ?? فنډز ريليف ډیپارټمنټ ته منتقل كړې شوي دي۔ د قبائلي ضلعو بيا ودانۍ او بحالۍ ادارې غونډه په قطبي وزيرستان كښې وشوه او په نورو ضلعو كښې به غونډه راروانه اونۍ كښې كولې شي۔ ده و??ئيل تر جون مياشتې به د 5 څخه تر 6 اربه ??وپ?? منصوبو منظوري وركړې شي۔ د ټولو ضلعو دوهم كمشنرانو ته هدايت شوې دې چې د بحالۍ منصوبو رفتار تند كړي۔ بلخوا د زده كړو او روغتيا په 765 منصوبو كار روان دې۔