اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان به د ??رك??ې اولس مشر رجب طیب اردوان په بلنه په درېمه او څلورمه جنورۍ د ??رك??ې دوه ورځنۍ سركاري دوره كوي كومه ??ې به د وزيراعظم د ??رك??ې وړومبنۍ رسمې دوره وي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم سره به خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار او د وزيراعظم د تجارت سلاحكار د عبدالرزاق داؤد پشمول د لوړې كچې پلاوي هم ??رك??ې ته ځي۔ د دورې په مهال به وزیراعظم عمران خان د ??رك??ې اولس مشر سره ملاقات كوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو د پراختيا په چارو به د خيالاتو څرګندونه كوي۔ وزیراعظم به بزنس فورم ته وېنا هم كوي۔ وزيراعظم عمران خان به په انقرہ كښې د ??رك??ې كاروباري شخصياتو او سرمايه كارو سره هم ملاقاتونه كوي۔ بیان كښې وئيلي شوې د پاکستان او ترکیې ترمېنځه د شريكې عقيدې او د پېړيو پخوانې كلتور آډانه تاريخي او بې مثاله اړيكې قائمې ??ي۔ دواړه هېوادونه شاندار سیاسي ‘ اقتصادی‘ دفاعی ٬ كلتوري او په اولسي كچه روابط هم لري كوم چې د ورځې تېرېدو سره لا قوي كېږي۔ د وزیراعظم دوره به د دواړو حكومتونو او د وروڼو هېوادونو د اولس ترمېنځه تاريخي اړيكې لا قوي كړي۔ د وزيراعظم عمران خان دې دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه په خاص توګه د اقتصاد او تجارت په مېدان كښې مرسته او اشتراك لپاره نوې ??ار?? لټولو له مرسته تر لاسه شي