اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د څل??رو هېوادونو دورې وړومبنۍ پړاٶ په كاميابۍ سره تر سره كولو نه پس د افغانستان نه ايران ته تللې دے ۔ خارجه وزير به د خپلې دورې په دوېم پړاٶ كښې په تهران كښې د ايران لوړ پورې مشرانو سره مهم ملاقاتونه كوي۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير د څل??رو هېوادونو خپلې دورې په وړومبي پړاٶ كښې د ګل په ورځ سهار كابل ته رسېدلې ٶ۔ د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير افغان جمهور ريئس اشرف غني سره ملاقات كړې٬ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په دوه اړخيزه ٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه سېكتره تهمینه جنجوعه او د وزارت ??عل??ې چارواكي هم وزير سره وو۔ د د ې نه علاوه خارجه وزير د افغان خپل همڅنګ صلاح الدین رباني سره د پلاويو په كچه خبرې اترې ك??ې٬ چې پكښې دواړو ډلو د شريكې خوښې په چارو ٬ د افغانستان پرمختګ او سوكالۍ ٬ افغانستان كښې د امن په وضعه او د مذاكراتي عمل پشمول د دواړو هېوادونو د تجارتي او اقتصادي رابطو په وده خبرې وشوې۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د افغانستان، ایران، چین او روسيې درې ورځنۍ دورې مقصد د دې هېوادونو ??عل??ې قيادت سره د پاكستان په شريكو اړيكو د خيالاتو څرګندونه كول دي دغسې چې په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مر??ته لا مستحكمه كړې شي