اسلام آباد 18 دسمبر (اے پی پی) د موسمياتي بدلون دوهمې وز??رې زرتارج وئېلي دي چې د وز??راعظم عمران خان په مشرۍ كښې به داسې ځانګړي كارونه كولې شي چې راروان حكومت به هم د تحريك انصاف وي٬ صلاحيت لرونكي ځوانان زمونږ د هېواد قيمتي سرمايه ده٬لوے څښتن پاكستان له ټول قدرتي وسائل وركړي بايد مونږ د هغې قدر وكړو۔د دې خيالاتو څرګندونه ??ې د نهې په ورځ نېشنل هارټيكلچر سوسائټۍ آف پاكستان د سيوري لان??ې د ګلونو نندارتون دستورې ته پھ خپل خطاب كښې وكړه۔زرتاج ګل ووئيل په ژوند كښې كوم هم كار مشكل نه دې٬دې لپاره كلكې ارادې او هلو ځلو ته اړتيا ده۔كله چې ما د پنجاب پسمانده ??لع كښې د پاكستان تحريك انصاف پليټ فارم څخه سياست پیل كړو نو زه ګڼو ستونزو سره مخ شوې ووم ځكه چې زما سياسي مخالفينو د څو لسيزو راهيسې په دغه سيمه كښې سياست كولو۔دې ووئيل عمران خان يوازې پھ كار باور لري٬كله چې هم د كابينې غونډه كېږي نو هغه د يو يو وز??ر څخه د كاركرډګۍ په اړه پوښتنه كوي۔دې ووئيل پاكستان تحريك انصاف د كرپشن په ضد بشپړه كار كوي٬د كومې ميوې به چې په سباؤن كښې رامخې ته شي۔دې ووئيل د سوسائټۍ د اړخه چې په اسلام آباد كښې كوم نندارتون كېږي هغه وګړو له د ښه چاپیرچل او تفريح وركولو ښه ذريعه ده۔دې ووئيل پاكستان له ل??ے څښتن ټول قدرتي وسائل وركړي بايد مونږ د دې وسائلو قدر وكړو