اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په پارليمنټ هاؤس كښې په كيمره مينز تشدد كوونكي دې په 24 ساعتو كښې ونيولې شي او اېف آئي آر دې درج كړې شي٬د نواز شريف پرائي??ېټ ګارډز د اړخه كيمره مينان پھ نښه كړی شوي د كومې چې غندنه كوو٬سباؤن كښې به پرائي??ېټ ګارډز ته پارليمنټ ته د راتللو ??جازه نه وي٬په هر سخت وخت كښې وېډيو جرنلسټس خپل فرائض ترسره كوي۔د ګل په ورځ د پارليما?? په خوا كښې د اسلام آباد اېس اېس پي وقار خان سره د مېډيا سره په خپلو ??برو كښې وفاقي وزير ووئيل د نواز شريف پرائي??ېټ ګارډز كيمره مينا?? په نښه كړي مونږ ئې غندنه كوو٬ ده ووئېل په صحافت كښې كيمره مين مهم كردار لري٬په هر سخت وخت كښې هغوي خپل فرائض ترسره كوي۔ ده ووئېل د ګارډ د بريد په نتيجه كښې د سماﺀ ټي وي كيمره مين علي زيدي او واجد پمز روغتون ته رسولې شوي او د هغوي اېم آر آئي شوې٬د هغوي زر روغتيا له دعا كوو۔وفاقي وزير ووئيل يو ګارډ په پښو ويستلو كښې بريالې شوې او بل د اسمبلۍ سېكورټي نيولې ٬ ده ووئېل د اسلام آباد اېس اېس پي دې پېښه كښې ككړ ګارډ په ضد د خبريالانو په خواست اېف آئي آر درج كړي۔