اسلام آباد07 دسمبر(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني وئيلي دي په ت??ام??ي كښې به جنرل روغتون ډېر زر فعاله كړې شي٬ په بهاره كهو٬ ترنول او روات كښې به په روغتونونو ډېر زر كار پېل كړې شي٬ اسلام آباد به هېلتھـ سټي جوړولې شي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ په پ??ز روغتون كښې د روغتيا په اړه سپموزيم ته د خپلې وېنا په مه??ل وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل په پ??ز روغتون كښې د تېرو شپږو مياشتو په مه??ل چې كوم كار شوے٬ هغه د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل اسلام آباد به نورو صوبو لپاره د روغتيا په اړه ماډل سټي جوړوو۔ ده ووئيل د روغتيا څانګه د حكومت وړومبې ترجيح ده۔ ده ووئيل په طبي څانګه كښې پرمختګ د پرله پسې تحقيق او تعليم په نتيجه كښې كېږي۔ وفاقې وزير ووئيل د تحريك انصاف حكومت غريبانو لپاره د روغتيا نظام راوړل غواړي۔ده ووئيل وزيراعظم ته مو خواست كړے چې په راتلونكې بجټ كښې دې د روغتيا بجټ د جي ??ي پي دوه فېصده كړې شي۔