اسلام آباد 25 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به د چينائي قيادت په بلنه د 2 نه تر 5 نومبر د چين سركاري دوره كوي٬د وزيراعظم چوكۍ سنبالولو نه پس به دا ?? ده د چين وړومبۍ دوره وي٬د خارجه وزير شاه محمود قرېشي پشمول د اعلٰی كچ پلاوي به هم ده سره وي۔ د خارجه دفتر وياند د اړخه د زيارت ??ه ورځ جاري شوي بيان له مخې دا ??وره د پاك چين ستراتېژكي شراكتدارۍ څخه عبارت ده او روايتي اړيكې رامخې ته كوي۔ د خپلې دورې په ??هال به وزيراعظم د چين اولس مشر شي جن پنګ او وزيراعظم لي كي كيانګ سره ملاقاتونه كوي۔ په دې مهال به د دوه اړخيزه اړيكو د بېلو چارو جاج اخستلې شي۔ په دې موقع به په بېلو څانګو كښې په ګڼو لوظ نامو او د ??رس??ې په ??ادښتونو لاس ليك هم كولې شي۔ د بيجنګ دورې نه پس به وزيراعظم وړومبې چائنا انټرنېشنل ايمپورټ ايكسپو كښې ګډون له د شنګهائي دوره كوي چرته چې د پاكستان درآمدي مصنوعاتو نندارتون كېږي۔ وزيراعظم عمران خان به د ايكسپو پرانستې په ??وقع مقرر هم وي۔ د شنګهائي فورم په ??وقع به وزيراعظم د نورو نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه هم كوي۔ وزيراعظم به د چين مالياتي او كارپورېټ څانګې لارښودو سره هم ليده كاته كوي۔ په بيان كښې وئېلي شوي دي چې پاكستان او چين په بېلو څانګو كښې نزدې ??رس??ه لري٬دواړه هېوادونه سيمه ايز امن او استحكام او د اقتصادي ??رس??ې لپاره په باقاعده توګه ستراتېژكي رابطې لري۔ د پاك چين ترمينځه معاشي او صنعتي ??رس??ې ته د پاك چين اقتصادي راهدارۍ نه پس پر??خت??ا ترلاسه شوې۔ د وزيراعظم دورې سره به د دواړو هېوادونو ستراتېژېكي اړيكو ته وده ترلاسه شي او دوه اړخيزه شراكتدارۍ ته پر??خت??ا وركولو نوې لارې به پرانستلې شي