اسلام آباد 22 نومبر (اے پی پی) د قزاخستان د مېډيا او د تعليم پوهانو 7 كسيزه پلاوي د قامي خبري رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان د مركزي دفتر دوره كړې ده ٬ پلاوي ته د “اے پي پي”د كورېج او طريقه كار په اړه بريفنګ وركړی شو٬ د پلاوي غړو د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلا بېلو څانګو او په خاص توګه د تعليم او مېډيا په اړه د دوه اړخيزه مرستې پھ زياتولو كښې خوښي څرګنده كړه۔په پلاوي كښې د قزاخستان د ورځپاڼو او د خبري اژانس خبريالان او د تعليم پوهان شامل وو۔پھ دوي كښې د قزاخ مجلې چيف ايډيټر غابط مولد مراد دوف د قزاخستان د خبر رسنې قامي ادارې نمائنده ارنور رحيم بېحوف٬د الفارابي پوهنتون ډين ډاكټر بختيار پالتورې٬د يوريشيئن پوهنتون پروفيسر ډاكټر سمال توليبائيوف او نور شامل وو۔په پاكستان كښې د قزاخستان د سفارت دوهم سېكتر نور زينس بائيوف هم پلاوي سره ملګرے ؤ ۔د پلاوي غړو د اے پي پي د مركزي دفتر د بېلا بېلو څانګو څارنه وكړه او د اے پي پي په طريقه كار كښې يې دلچسپي وښودله او په دې لړ كښې يې بېلا بېلې پوښتنې وكړی۔د پلاوي غړو ته د اے پي پي منيجنګ ډائرېكټر مسعود ملك او نورو ډائرېكټرانو په ښھ ماحول كښې د اے پي پي پھ اړه بريفنګ وركړو۔د دې دورې مقصد د پاكستان او قزاخستان ترمينځه په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته زياتولو سره سره پھ سيمه ايز او نړيوال تناظر كښې هغو خبرونو ته پام لرنه كول وو كوم چې د ځايې٬سيمه ايز او نړيوالو خبرونو په پس منظر كښې ډېر اهميت لري۔د پلاوي غړو د پاكستان او قزاخستان ترمينځه د اولسي او كلتوري روابطو پھ وده زور راوړو۔دوي د قامي خبر رسنې ادارې د لارې په پاكستانۍ مېډيا كښې د مينځنۍ آسيا پھ اړه په معلوماتو زياتولو هم ټينګار وكړو۔د اے پي پي د فارن اينډ ډوېپلومېټك نيوز ډائرېكټر د پلاوي غړو ته د اے پي پي د كورېج او طريقه كار پھ اړه بريفنګ وركړو۔په دې موقع ډائرېكټر كوآرډينېشن اكرم ملك هم موجود ؤ ۔پلاوي ته ووئيل شول د اے پي پي او د قزاخستان د قامي خبري اژانس ترمينځه د خبرونو تبادلې د نوې لوظ نامې په اړه اے پي پي د قزاخستان د قامي خبري اژانس د ځواب پھ انتظار ده۔پلاوي ته ووئيل شول اے پي پي 34 سركاري خبري اژانس سره دغسې لوظ نامې لري۔د اے پي پي منيجنګ ډائرېكټر مسعود ملك پلاوي ته ووئيل اے پي پي پھ هېواد كښې د خبرونو ترلاسه كولو او رسولو تر ټولو لويې نېټ ورك لرې٬ د اے پي پي څخه په يو وخت په اردو٬انګريزي٬سندهۍ٬بلوچۍ٬براهوئي٬پښتو٬سرائيكي او عربي ژبو كښې خبرونه حپرېږي ٬ډېر زر به پھ كشميرۍ او چينائي ژبو كښې هم خبرونه پیل شي۔ده ووئيل په امريكا٬برتانيه٬چين او هند كښې د اے پي پي نمائندګان موجود دي دغسې په نورو ګڼ شمېر هېوادونو كښې د اے پي پي سټرنګرز كار كوي او ډېر زر به په تركيه٬دبئي٬سري لنكا او روسيه كښې هم نمائندګان په ځائ كړې شي۔ده ووئيل پھ ټول هېواد كښې اے پي پي 9 بيورو آفسسز لري او پھ 155 ضلعو او تحصيلونو كښې نمائندګان لري۔اے پي پي هغه يوازځنۍ نيوز ايجنسي ده كومه چې بېلا بېلو چينلو ته نيوز فوټيج وركوي٬په كال 2007م كښې د وېډيو نيوز سروسز د پېل كېدو نه واخله تراوسه اے پي پي بېلا بېول چينلو ته 89 زره نيوز فوټېج وركړي۔د دې نه علاوه د وي اېن اېس سروس څخه بېلا بېلو چينلو ته 721 دستاويزي فلمونه هم وركړی شوي۔ده ووئيل اے پي پي د بېلا بېلو چېمبرو او د تجارتي ادارو د تجارت او اقتصادي چارو په اړه د خبرونو جاري كولو كار هم كوي٬اداره خپل ډي اېس اېن جي لري كومه چې د خبرونو د رسولو يوه لويه ذريعه ده۔اے پي پي پھ دې وروستيو كښې د پائېلوټ پروژې په توګه خپل وېب ټي وي پېل كړی۔پلاوي ته ووئيل شول اے پي پي تېر كال خپله د سوشل مېډيا څانګه هم جوړه كړی او تراوسه په ټويټر او فېس بك د سوشل مېډيا څانګې لخوا د 7 زرو نه زيات خبرونه جاري كړی شوي