اسلام آباد 02 جنوری (اے پی پی)د سېنېټ حكومتې غړو وئېلي دي وزيراعظم عمران خان د معيشت ښه والي لپاره ښكاره وژن لري٬د پخواني اولس مشر پروېز مشرف په ضد كيس په سياسي انداز جوړ كړی شوې٬مونږ خپل ځان او ??ولس ته دهوكه وركول نه غواړو٬د ذاتي تعصب٬ ګټې او ?? لارښودو د خوشحالۍ په ځاې قامي او ??مهوري فكر خپلول پكار دي۔د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډ?? كښې د پارليمان شريكې غونډې ته د اولس مشر په وېنا په بحث كښې سناتور محمد علي سېف ووئيل د زده كوونكو په يونين بندېز په كال 1984 كښې د ضياﺀالحق په دور كښې لګولې شوې ؤ ٬د دې نه وروستو جمهوري حكومتونه هم راغلل خو هغوي د بندېزونه ختم نه كړل٬ده ووئيل مونږ خپل ځان له او ??ولس له دهوكه وركول نه دي پكار او ?? ضمير تر مخه خبره پكار ده ٬ د ذاتي تعصب٬د ډلو ګټې او لارښودو د خوشحالۍ په ځاې قامي او ??مهوري فكر خپلول پكار دي۔ده ووئيل پروېز مشرف د آئين سره هېڅ غداري نه ده كړې٬د هغه په ضد كيس په سياسي انداز جوړ كړی شوې۔د پروېز مشرف بشپړ ملاتړ كوو۔سناتور اورنګزېب خان ووئيل د وزيراعظم عمران خان په صورت په وړومبي ځل پاكستان ته يو داسې وزيراعظم ترلاسه شوې كوم چې هېواد د پرمختګ په لاره روانولو لپاره شپه او ورځ هڅې كوي او ?? هغه نيت پاك دے ۔ده ووئيل په پخوانۍ فاټا كښې د بنيادي ډهانچې٬تعليم او نورو آسانيو كمې دے ٬دې پلو پام كولو ته ضرورت دے٬ دغسې چې اولس ته د ژوند ښې آسانۍ وركړې شي۔سناتور دلاور خان ووئيل مونږ له په ګډه د تعليم٬روغتيا او نورو څانګو ښه والي لپار كار كول پكار دې او ?? پارليمان غړي په دې لړ كښې ډېر مهم كردار لري۔