اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف او د اتحادي ګوندونو پارليماني پارټۍ په وزيراعظم عمران خان او حكومتي كاركردګۍ د ب??پړه باور څرګندونې سره وئېلي دي د حكومت ت??ري??ي اصلاحات به د هېواد پرمختګ لپاره مرستياله وګرځي٬د وزيراعظم وژن له مخې پاكستان د مدينې رياست په طرز اسلامي او فلاحي رياست جوړولو له به كردار ترسره كوو۔د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان تحريك انصاف او اتحادي ګوندونو د پارليماني ګوند غونډه وشوه چې پكښې يو قرارداد په متفقه توګه منظور كړی شو۔په قرارداد كښې وئېلي شوي مونږ په حكومت او د وزيراعظم عمران خان پھ مشرۍ د ب??پړه باور څرګندونه كوو او د دې خبرې پخلې كوو چې د حكومت ت??ري??ي اصلاحاتو په نتيجه كښې به هېواد د پرمختګ پلو روان شي٬مونږ متفقه د وزيراعظم او حكومت په كاركردګۍ د ب??ور څرګندونه كوو٬مونږ به پارليمان د جمهوري اقدارو له مخې فعاله ساتلو له كردار ترسره كوو۔قرارداد كښې وئېلي شوي په اوسنو حالاتو كښې د حكومت د مذاكراتو كمېټۍ كردار مهم ؤ او مونږ په هغې د ب??پړه اطمينان څرګندونه كوو۔په قرارداد كښې پاكستان ته د پیښو معاشي٬سفارتي او نورو چېلنجونو مخ نيوي لپاره وزيراعظم او حكومت له د ب??پړې مرستې باور وركوو