ملتان 19 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه مح??ود قريشي وئيلي دي چې هند په اېف اے ټي اېف كښې د پاكستان په بلېك لېسټ كولو كښې پاتې راغلې٬ تر فرورې كال 2020 ??ې كوم ??هلت وركړے شوے مونږ باور لرو چې مونږ به تر هغه وخت د اېف اے ټي اېف اهداف ترلاسه كړو٬ وزيراعظم عمران خان به په 9م نومبر د كرتارپور لارې پرانسته كوي٬ مودي ته واي?? كه مخه نيولې شې نو ونيسه۔ په ملتان كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې هند په دې وخت كښې سخت فشار سره مخ دے٬ د هغه بيانيه نړيوالې مېډيا رد كړے او سول سوسائيټې هم په كشمير كښې د هند ظلمونه رد كړي دي۔ ده ووئيل چې هند غواړي چې د نړۍ پام د كشميړ نه بل پلو وا??وي?? ده ووئيل چې بايد په پاكستان كښې اپوزيشن فكر وكړي او بايد قوم داسې قدم پورته نه كړي چې ورسره د هند دريځ قوي شي۔