اسلام آباد ۔ 5 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي په نړيواله ورورولۍ زور راوړې دې چې هغه دې د مقبوضه كشمير اولس او دې سره سره اقليتونو سره د روانې رياستي ترهګرۍ نوټس واخلي۔ راديو پاكستان سره خپله مركه كښې ده وو??يل د مقبوضه كشمير په وضعه دې نړۍ د خاموش تماشائي كردار ترسره نه كړي۔ مقبوضه كشمير كښې د هند غېر قانوني خلاف ورزۍ په ضد زيات اشتعال ليدلې شي او يو وارې چې كله كرفيو پورته كړې شي نو هندي چارواكي به د كشميريانو رد عمل وويني۔ اولس مشر د پاكستان د كرفيو او مواصلاتي بلېك آؤټ په سمدستي توګه ?? پورته كولو يو وارې بيا غوښتنه كولو سره وو??يل ميډيا ته د حقائقو څخه پر??ه پورته كولو له دې د وادۍ دورې كولو اجازه وركړې شي۔ ده كشميري اولس ته وو??يل چې هغوي دې د هندي قبضې عكسونه راولېږي٬ كشميريان دې خپل اميدونه نه ختموي دوئي به د لوئے څښتن په فضل په دې امتحان كښې كاميابي ترلاسه كري۔ ده وو??يل پاكستان ټول عمري كشميري اولس سره ولاړ پاتې شوې دې۔ پاكستان په ټولو نړيوالو فورمونو د كشمير مسئله پورته كړې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل عمران د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د كشمير مسئله په غوره ډول وړاندې كولو سره خپل ځان د كشميريانو يو ريښتونې سفير ثابت كرې او د هند انتها خوښې څېره ئې په ډاګه كړې۔ ده وو??يل د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان او د ملائيشيا وزيراعظم مهاتير محمد د مقبوضه كشمير په صورتحال اندېښنه ښكاره كړې۔ ده وو??يل مونږ د كشمير په دريځ د ملاتړ په كولو د چین ،ترکيه او ملائیشیا په شمول د نورو هېوادونو مننه كوو۔ اولس مشر وو??يل امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ څو وارې د درېمګړيتوب پېشكش كړې ولې هند دې ته تيار نه دې۔ ده وو??يل هند بايد پاكستان او كشميري اولس سره ددې مسئلې حل له كښېني۔ ده وو??يل د دھلي په كوڅو كښې د درې زره سكھانو وينه بيولې شوې ده او دا ډول پېغام د ګجرات مسلمانانو ته هم وركړې شوې دې او دغې نه وروستو مودي ته د بهر وېزې وركولې كېدې نه شوې۔ ده وو??يل دا ننې هند ګاندي يا سېكولر هند نه دې۔ ده وو??يل موجوده مشرتابه سره تېر يو كال كښې د پاكستان رتبه جګه ??وې ۔ ده د كشمير اولس غږ پورته كولو او د هندي ظلمونو او زياتي په ډاګه كولو كښې د راديو پاكستان د كردار ستائنه وكړه