نیویارك 27 ستمبر (اے پي پي) وزیر اعظم عم??ان خان وئيلي دي مقبوضه کشمیر كښې د هندي وزيراعظم د نسل پرستانه ٬ متكبرانه ررويې او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو په ضد د پورته كړو اقداماتو له امله دوه اتومي هېوادونه يو بل ته مخامخ دي٬ نړۍ د پرله پسې د 55 ورځو د كريفو٬ د 80 لكه كشميريانو ٬ ماشومانو٬ مېرمنو او وګړو د محصور كولو او د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو په ضد غږ ولې نه پورته كوي٬ نړۍ له به پرېكړه كول وي چې ھغوي د 1.25 اربه اولس ماركيټ ته ګوري يا په کشمیر كښې د ظلم، د بنیادی حقونو سلب كېدو او د رياستي جبر په ضد اودرېږي۔ د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو 74مې غونډې ته خپلې وېنا كښې وزیر اعظم عم??ان خان ووئيل د كرفيو خاتمې نه پس په مقبوضه کشمیر كښې د ځائي اولس او هندي امنيتي ځواكونو ترمېنځه د نښتې خطر لرو ٬ هند له به د مقبوضه کشمیر خاص حېثيت بحالول وي٬ كرفيو به ختمول وي او ملګرو ملتونو له به د خپلو قراردادونو له مخې کشمیریانو ته د ھغوي د خپلواكۍ حق وركول وي٬ كه په مونږ جارحيت وكړې شو نو مونږ به د وسلې غورزولو په ځائ مقابله كوٶ او د دغې په ضد به تر آخري دمه جنګېږو۔ ده ووئېل نړۍ له په دې ځان پوهه كوي وي چې په دې مهال څه هم كېدې شي او په دې نړۍ كښې هېڅ رېډيكل اس??ام نشته بلكې يوازې يو اس??ام دے او ھغه د حضرت محمد ۖ اس??ام دے، كوم چې د امن٬ مساوات، انصاف او زغم مذهب دے۔ ده ووئيل لويديز كښې د پیغمبر اس??ام ۖ په شان كښې د بې حرمتۍ له امله د ګردې نړۍ د مسلمانانو جذبات مجروح كېږي او د دغې په ضد د مسلمانانو په غبرګون دوي انتها خوښې ګڼلې شي۔ ده ووئېل د اس??امو فوبیا تصور لويديز خپله پېدا كړې٬ د ګردې نړۍ مسلمانان څنګ?? انتها پسند او ترهګر ګڼلې كېږي