اسلام آباد۔11 مئی(اے پی پی) وفاقی حکومت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام (پی اېس ډی پی) ترسېوري لاندې د محصولات ډويژن بېلو منصوبو له د 722.7 ملین روپو فنډز جاري كړې دي۔ د روان مالي كال په مهال د ریونیو ډویژن بېلو منصوبو له په مجموعي توګه د 1470.2 ملین روپو فنډز بېل كړې شوي دي۔ د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت ترمخه اېنټی ګرېټېډ ټرا??زټ ټرېډ منېجمنټ سس??م له بېل كړې شويو 840 ملین روپو كښې د 290 ملین روپو فنډز جاري كړې شوي دي۔ اېنټی ګرېټېډ ټرا??زټ ټرېډ منېجمنټ سس??م له بېل كړې شويو 840 ملین روپو كښې 550 ملین روپۍ غېر ملكي ګرانټ هم شامل دې?? د ان لېنډ ریونیو دفترونو جوړولو له د 160 ملین روپو فنډز جاري كړې شوي۔ اسلام آباد كښې علاقائي ټېكس آفس جوړولو له بېل كړې شويو 80 ملين روپو كښې 40 ملین روپۍ ٬ ګوادر كښې د ماډل کسټم کلکټورېټ جوړولو له بېل كړې شوې 50 ملين روپو كښې 30 ملين روپۍ او ګلګت كښې د سي پېك ترسېوري لاندې د ډائرېکټورېټ آف ټرا??زټ ټرېډ جوړولو له د زمكې ترلاسه كولو په لړ كښې د 17.1 ملین روپو فنډز جاري كړې شوي دي