اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د پاکستان او ایران په پوله امن او استحكام زمونږ په ګټه دے٬ ځينې عناصر د اړيكو بهتري نه غ??اړي٬ وزیراعظم د ايران دورې په مهال د پاکستان لخوا د پورته كړې شوو اقداماتو نه ايران خبر كړې٬ د دواړو هېوادونو د امنيتي ادارو په ملاقات كښې يو شمېر اندېښنې لرې شوې ٬ مو??ږ ايران سره په پوله فرنټيئر رجمنټ زياتوٶ او په تربت كښې نوې هېډ كوارټر جوړٶ۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ په غ??نده كښې د سردار ایاز صادق لخوا د پورته كړې شوې نكاتو په ځواب خارجه وزير ووئيل ايران زمونږ ګاٶنډي هېواد دے او ورسره 905 كلوميټره اوږده پوله لرو ٬ زمونږ ګټه هم په دې كښې ده چې په پوله امن او استحكام وي٬ ده ووئېل يو خوا په پاك افغان پوله او بلخوا په پاك هند پوله د بدامنۍ صورتحال رامخې ته دے ٬ په لائن آف كنټرول د هند لخوا د ډز بندۍ خلاف ورز?? عامه خبره ده٬ په داسې حالاتو كښې مو??ږ له په درېمه پوله تاٶ تريخوالې پكار نه دے٬ ده ووئېل ځينې عناصر شته چې په پاك ايران پوله معاملې سمې نه غ??اړي او هر ورځ د غلط فهميو پېدا كولو هڅې كوي٬ مو??ږ له غ??ط فهمۍ لرې كول دي ۔ ده ووئيل د ايران خارجه وزير سره زما څلور ملاقاتونه شوې او مو??ږ هغوي د خپلو اقداماتو نه خبر كړې ٬ په دې سيمه كښې د ايران سره د ځينې اسلامي هېوادونو اړيكې نازكې دي خو پاكستان ټولو اسلامي هېوادونو سره ښې اړيكې لري٬ ده ووئېل مو??ږ ايران سره مرسته كړې٬ مو??ږ اعتماد سازۍ لپاره ګامونه پورته كړي٬ مو??ږ ايران سره په پوله فرنټيئر رجمنټ زياتوٶ او په تربت كښې نوې هېډ كوارټر جوړوٶ ٬ دغسې مو??ږ په پوله د خاردار ت??ر لګولو پرېكړه هم كړې ده