اسلام آباد ۔ 30 اپرېل (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صا??ق سنجراني د مزدورانو نړيوالې ورځې په موقع خپل خاص پېغام كښې وئيلي دي د پاكستان په شمول په ټوله نړۍ كښې د مئ?? اولنۍ نېټه د مزدورانو د حقونو د تحفظ علامت په توګه لمانځلې شي۔ په دې ورځ د دې لو?? پخلې كولې شي چې خواري كښ به قامي پرمختګ او سوكالۍ له خپله ذمه وارۍ په ښه نيت او ايماندارۍ سره ترسره كو?? او رياست به په هره كچه د خواري كښو حقونه باوري كوي۔ ده ووئېل پاكستان كښې به ډېر زر د مزدور كلاس د ژوند معيار ښه كړې شي۔ ده ووئيل دې لپاره د يوې مستقل لائحې خپلولو ته اړتيا ده۔ د هنرمندو او غېر هنرمندو مزدورانو لږ تر لږه معاوضې زياتولو سره د خواري كښو معيار ښه كېدې شي۔ ده ووئيل د خواري كښو د ژوند معيار ښه كولو له حكومت يو شمېر ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل مونږ ل?? به د خواري كښو خېر ښېګړې له په ګډه لائحه خپلول وي۔ ده ووئيل د مئ?? اولنۍ نېټه مزدورانو سره د يو والي ورځ ده