اسلام آباد ۔ 17 اپریل (اے پی پی) د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان منېجنګ ډائرېكټر محمد قمر الله چوهدري وئيلي دي د پاكستان او اي??ان اولس ترمينځھ نزدې رابطې د دوه اړخيزه اړيكو مهمه اثاثه ده۔ د وزيراعظم عم??ان خان د اي??ان راروانې دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ د اي??ان خبر رسنې ايجنسۍ (ارنا) سره مركه كښې قمر الله چوهدري ووئيل وزیراعظم عم??ان خان د اپرېل 21 مې نېټې څخه د اي??ان دوره كوي چې ورسره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ ده ووئېل دواړه هېوادونه تاريخي ٬ مذهبي ٬ كلتوري او سياسي اړيكې لري۔ دواړه هېوادونه په هر سخت وخت كښې يو بل سره ولاړ پاتې شوي او په بېلو نړيوالو چارو ئې تل د يو بل ملاتړ كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د وزيراعظم عم??ان خان د اي??ان دورې په مهال به په منځني ختيځ او د پولې په معاملو هم بحث كولې شي۔ ده ووئيل د اولس ترمينځه نزدې اړيكې د دواړو هېوادونو لوئې طاقت دے۔ ده ووئيل د لوړې كچې پلاويو تګ راتګ سره هېوادونه يو بل ته نزدې كېږي او د دوه اړخيزه مرستې د زياتوالي سبب ګرځي۔ د ميډيا په كچه د مرستې مستحكم كولو په اړه قمر الله چوهدري ووئيل نوې نړۍ يوه ګلوبل ښار جوړ شوے په كوم كښې چې د ميډيا كردار ډېر مهم دے۔ اوس د ميډيا ډیجټلائزیشن ته خاص پاملرنه كولې شي۔ د لويو لويو میډیا هاوسز او نیوز ایجنسیانو باقي پاتې كېدل نورو نيوز ايجنسيو سره په مرسته او رابطو اډانه وي۔ ده ووئيل د ارنا او اے پي پي ترمينځھ د مرستې لا مستحكمولو ته اړتيا ده۔ جوائنټ کمپری هنس??و پلان آف اېکشن څخه د امريكې وتلو په اړه قمر الله چوهدري ووئيل اي??ان د سولييز اتومي پروګرام جاري ساتلو حق لري۔ ده ووئيل د اي??ان سولييز اتومي پروګرام په اړه د لوئيديز نقطه نظر په تعصب اډانه دے۔ د اے پي پي اېم ډي ووئيل جے سی پی او اے څخه د امريكې يو اړخيزه وتل كوم جواز نه لري