ابوظهبی ۔ 26 مارچ (اے پی پی) د ??اك??تان او آسټرېلیا لوبډلو ترمينځھ د 5 يو ورځني مېچونو سيريز درېم يو ورځنې نړيوال كركټ مېچ نن د شورؤ په ورځ كېږي۔ آسټریلیا ته ?? پ??کستان په ضد د 5 مېچونو سيريز كښې د 2-0 بريا ترلاسه د??۔ آسټرېلیا په خپل اولني مېچ كښې ??اك??تان ته 8 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ دغسې په د??هم مېچ كښې ئې هم ??اك??تان ته په 8 وكټونو سره ماتې وركولو سره سیریز كښې د 2-0 بريا ترلاسه كړې ده۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د سيريز درېم مېچ به سبا د شورؤ په ورځ ابوظهبي كښې كولې شي۔ درېم مېچ كښې كاميابۍ لپاره د دواړو لوبډلو سرلوبغاړو بيانونه وركړې دي۔ ??اك??تان هيله لري چې اولنو دوه مېچونو كښې د مات?? خوړلو باوجود دا مېچ ګټلو سره سيريز كښې كم بېك وكړي بلخوا د آسټريليا لوبډله دا مېچ ګټلو سره سيريز كښې د پرېكنده بريا عزم لري۔ په دې اعتبار سره د دواړو لوبډلو ترمينځه د يوې سختې مقابلې امكان دې۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د سيريز څلورم مېچ به د مارچ په 31 مه نېټه دبۍ كښې كولې شي