د ستر روحاني لارښود حضرت شاه ركن الدين عالم د عرس ??ستورې پېل شوې۔
ملتان ۔12 جنوری (اے پی پی) د ستر روحاني لارښود حضرت شاه ركن الدين عالم 705 م درې ورځنې عرس ?? خالي په ورځ سحر ملتان كښې پېل شو۔ ګده نشين مخدوم شاہ محمود قرېشی په روايتي توګه مزار ته غسل وركولو ??ره د عرس ?? دستورو پرانسته وك??ه۔ په دې مهال امنيت ټين?? كړې شوې وو۔ د پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې شاه محمود قرېشي ټولنه كښې زغم او ورورولۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ ده عرس كښ?? ګډون كوؤنكو ته هدايت وكړو چې هغوي دې د عظيم صوفي بزرګ په قدم قدم اېښودلو ??ره د ټولنې ښېګړې له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د ديني بزرګانو په تعليماتو عمل كولو ??ره ټولنه د امن او مينې مركز جوړېدې شي۔ صوفیاء کرامو د زغم او ورورولۍ درس وركړې۔ اولس ته مزارونو څخه روحاني سكون ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل كه مونږ ترقي كول غواړو نو مونږ له د حضرت شاه ركن عالم په تعليماتو عمل كول وي۔ ده په دې مهال د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له دعا هم وك??ه۔ د پرانستې دستورې ته د مسلم انسټي ټيوټ اسلام آباد چيئرمېن صاحبزاده سلطان احمد علي ٬ د مذهبي چارو پخواني وزير حامد سعيد كاظمي او د دربار كوټ مټھن ګده نشين خواجه معين الدين محبوب هم خطاب وكړو