اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او دوهم سپيكر قاسم خان سوري د وفاقي كا??ينې وزيرانو ته په سوګند پورته كولو مباركي وركړه۔ د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې په نوې وفاقي كا??ينه كښې صلاحيت لرونكي٬ مخلص او ديانتدار وزيران شامل دي او د پاكستان د وزيراعظم عمران خان د وژن عكاس دي۔ نوې كا??ينه به د عمران خان په م??رې كښې هېواد په ريښتينې معنٰي اسلامي فلاحي رياست جوړولو او د پرمختګ په لار روانولو لپاره كوم كسر پرې نه ږدي۔ دوهم سپيكر ووئيل چې نوې وفاقي كا??ينه به د اولس په هيلو پوره وخېژي ٬ دا په هېواد كښې د خوشحالې د يو نوي پړاؤ پېل كېدنه ده۔ سپيكر او دوهم سپيكر نوې كا??ينې لپاره ?? نېكو هيلو څرګندونه وكړه او كا??ينې كاميا??ې لپاره وې دعا وكړه۔