اسلام آباد ۔ 25 جولائی (اے پی پی) د متحدہ مجلس عمل صدر مولانا فضل الرحمن د ډېرہ اسماعیل خان حلقه اېن اے 238 هائیر سکېنډری سکول عب??الخیل كښې خپل ووټ كاسټ كړو۔ په ??ې مهال ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل ووټ يو امانت دے او ددې ادا كول ضروري دي۔ ده ووئيل ما ټول عمري د ټاكنو مهم په مهال اولس سره دا خبره ??ړې چې ستاسو د ووټ د لارې به هېواد كښې بدلون راځي۔ اقتدار به بدلېږي ٬ پارلمان به بدلېږي۔ بايد تاسو ته د ووټ د قدر او قيمت اندازه وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وئيل په ??ې مونږ هم تحفظات لرو چې په داسې وخت كښې چې هېواد كښې ټول ټاكنې كېږي د يو لوئې ګوند مشر لارښود زندان ته لېږل شايد د ??ې ماحول مناسب سره صحيح نه وو ولې دا د عدالت پرې??ړې دي مونږ دې كښې لاس وهنه كولې نه شوو۔ ده ووئيل تر ټولو ښه خبره د دغه ګوند د مشرتابه ټاكنو كښې د برخې اخستلو پرې??ړې كولو ده۔ ووټ ته د عزت وركولو خبره ئې كړې۔ ده ووئيل دوئي د كوم جذباتيت څرګندونه ??ړې نه ده بلكې د هېواد دې جمهوري عمل كښې ئې ګډون كړې۔