ا??لا?? آباد 15 جون (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي ??ې د ا??لا?? په حقيقي تعليماتو عمل كولو سره ټولنيزې ناهموارې له مېنځه تللې شي او خ??ږ وطن د امن٬ ??لا??تيا او د خوشحالې مركز جوړېدے شي۔ ده دا خبرې د وړوكي اختر په موقع د قوم په نامه په خپل پېغام كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل چې وړوكي اختر د شكرانې او د خوشحالې لويه ورځ ورځ وي۔ د دې ورځې په راتګ پاكستاني اولس او د ټولې نړې مسلمانانو ته مباركي وايم۔ دعا كوم ??ې د الله تعالٰي دې د نېكو د پسري په موسم يعني رمضان المبارك كښې د شويو عباداتو په نتيجه كښې د ترلاسه شوې تربيې د لارې د نننۍ ورځې په بركت خ??ږ وطن د امن او ??لا??تيا او د پرمختګ مركز جوړ كړي او زمونږ ستونزې دې حل كړي۔ ده ووئيل چې روژه د تربيې او د تيارې مياشت ده٬ په دې مياشت كښې ترلاسه شوې تربيه ا?? تزكيه نفس مونږ ته دا ښائي ??ې د كال پاتې ورځې بلكې د ژوند راتلونكې معاملې څنګه ترسره كول دي۔ په دې مقدس ورځو كښې د ژبې٬ نظر او د لاس پښو د عبادت د كوم غېر معمولي تصور چې مونږ تربيه ترلاسه كوو٬ د دې تعلق د ژوند ټولو معاملو او ټولو اړخونو سره دے خو حسن اتفاق سره د راتلونكو څو مياشتو په مهال د دې اهميت ډېر زيات دے۔ اولس مشر ووئيل چې زما اشاره د انتخابي عمل په پلو ده۔ په داسې كېفيت كښې د سيائي كمپائن او د وړاندې تګ خواهش په نظر كښې ساتلو سره د انسان نه په ا??فرادي او اجتماعي توګه ډېرې غلطې كېږي كومې ??ې د عبادت د دې تصور په ضد دي٬ كومو سره چې په زړه كښې مېل پېدا كېږي او كركه زياتېږي۔ ځكه زه سياسي كاركنانو٬ اړوند ډلو بلكې ټول قوم ته خواست كوم چې هغوې د روژې په مهال ترلاسه شوې دا تربيه نه يوازې د ټاكنو په زمانه بلكې د راتلونكي ژوند په هر پړاؤ كښې د ژوند جز جوړ كړي ??ې دغسې خ??ږ وطن د امن٬ ??لا??تيا او د خوشحالې مركز جوړ كړے شي۔ ده ووئيل چې په دې مقدس مياشت كښې د تزكيه نفس د روحاني تجربو څخه په عملي توګه تېرېدو سره مونږ ته د ټول??ې د كمزورو طبقو د ستونزو اندازه كېږي۔ دوي سره د همدردې جذبات زياتېږي او مونږ د زړه د اخلاص نه د هغوي مرسته كوو۔ په دې موقع مونږ خپل مالي عبادات يعني زكواة٬ فطر او نورې صدقې حقدارو ته رسولو سره هغوي د اختر په خوشحالې كښې شاملولې شو۔ هم دا د ا??لا?? او رمضان اصل تعليمات دي په كومو چې عمل كولو سره مونږ ټولنيزې ناهموارې كمولې شو او ژوند د تېرو جوګه كولې شو۔ اولس مشر ووئيل چې په مبارك ??خت كښې د كعبې د رب په حضور كښې په دعا يم چې خ??ږ وطن د امن او پرمختګ مركز جوړ كړي او په مونږ تل خپل نعمتونه نازل كړي۔