اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سناتور مشاهدالله خان وئيلي دي چې د پلاسټك الودګې په نتيجه كښې زمك?? او سمندر زهرجن كېدو سره سمندري حيات سره سره په انساني روغتيا هم بد آغېز كېږي٬ زمونږ ژوند حياتياتي تنوع٬ بېلا بېل ډول زنده سرو او اېكو سسټم سره تړون لري۔ د زمكې نړيوالې ورځې په موقع په خپل يو پېغام كښې وفاقي وزير سناتور مشاهدالله خان ووئيل چې د الودګې زياتېدو په نتيجه كښې بېلا بېل ډول زنده سري او اېكو سسټم هم له مېنځه روان دے او مونږ په لويه پېمان?? د ??احول ښه كوونكو څيزونو نه محروم كېږو۔ ده ووئيل چې د پرمختيائي كارونو په نتيجه كښې په ځنګلاتو٬ د اوبو په لارو او د كبانو په سټاكس كښې هم كمې راغلې او زمونږ په زمكه ??ودوخه مخ په زياتېدو د?? او د دې په نتيجه كښې په خپله زمونږ بقا ته خطر ورپېښ دے۔ د يادونې وړ ده چې د زمكې نړيواله ورځ هر كال د اپرېل په 22مه نېټه لمانځلې شي۔ سږ كال د دې ورځې موضوع د پلاسټك الودګې خاتمه ده۔