اسلام آباد 31 مارچ (اے پي پي) د پاك بحريه جنګې جهاز ټېپو سلطان٬ همت او مېري ټائم سېكورټي جهاز بسول د مشن كمانډر كموډور محمد فېصل عباسي په مشرې كښې د سعودي بندر جبيل ته ورسېدل۔ دا جهازونه به د رائل سعودي آرمډ فورسز تر سيوري لاندې په ګڼ ملكي شريك ??شق ګلف شيلډ 1 كښې ??ډون كوي۔ د جبيل په بندر د رائل سعودي نېول فورسز افسرانو ??و ځوانانو د پاك بحريه د جهازونو تود هركلې وكړو۔ د پاك بحريه لخوا كاري شوي بيان له مخې د جنګي بحري جهازونو نه علاوه د پاكستان نيوي سېپشل سروسز ګروپ او پاك مېرينز به هم د بري دستې په ??وګ?? په دې ??شق كښې برخه اخلي۔ د دې نه علاوه د پاكستان نېوي د لانګ رېنج مېري ټائم پېټرول اېئركرافټ هم د دې ??شق برخه دے۔ دا ??شق به د سعودي په بحري اوبو او ??لي?? كښې كېږي۔ د دې ??شق پ هاربر فېز كښې به بېلا بېلې چارې ترسره كېږي۔ د دې ??شق په مهال به د بېلا بېلو هېوادونو مبصرين هم د پاك بحريه د جهازونو دوره كوي۔ د پاكستان نيوي نه علاوه د بحرېن٬ مصر٬ كوېت٬ اردن٬ سعودي ٬ سوډان٬ متحده عرب اماراتو او د امريكې جنګي جهازونه به هم په دې مشقونو كښې برخه اخلي۔ پاكستان نه يوازې خپلو جهازونو بلكې ځوانانو سره شامېلدو سره د ګلف شېلډ 1 ??شق مهمه برخه دے۔ د پاكستان دا هڅه د پاكستان او سعودي ترمېنځه د قوي دوه اړخيزه دفاعي اړيكو څرګندونه ده۔ هيله ده چې دا ??شق به نه يوازې د ګډون كوونكو هېوادونو ترمېځنه د دفاعي اړيكو قوي كولو سبب وګرځي بلكې په سيمه ايز مېري ټائم سېكورټي باوري كولو كښې به د دې قومونو د عزم څرګندونه وي۔