اسلام آباد ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د اروپائي ائتلاف او د پاكستان ترمينځھ د توان بچت كولو په اړه په مر??ته زياتولو سلا راغلې۔ پاكستان به په دې لړ كښې پاور ډويژن ٬ سركاري افسران او د شخصي پوهانو پلاوې د اروپائي پوهانو سره و??كش??پ كښې ګډون له اروپا ته لېږي۔ دا پرېكړه د شورؤ په ورځ د وفاقي وزير اوېس لغاري او د اروپائي ائتلاف سفير جين فين كوئس كاټين ترمينځھ ملاقات كښې شوې۔ سردار اوېس احمد خان لغاري د و??كش??پ په كولو د اروپائي ائتلاف سفير مننه وكړه۔ ده ووئيل د برېښنا د طلب او رسد ترمينځه د فرق لرې كولو نه وروسته اوس دا خبره مهمه ده چې په صارفينو كښې د برېښ??ا كارولو په حقله ش??ور بېدار كړې شي چې ورسره به نه يوازې د صارفينو پېسې بچت شي بلكې د برېښنا اوسنې پېداوار به د كفايت سره كارولو له مر??ته ترلاسه شي۔ اروپائي سفير ووئيل چې د اورپا انوېسټمنټ بېنك پاكستان كښې د برېښنا په اړه د پراختيا جاج اخلي او په بلوچستان په شمسي توان د ټيوب وېلو په منتقل كولو به هم غور كوي۔ د دې نه وړاندې هم اروپائي ائتلاف خېبر پختونخوا كښې د توان په بېلو پروژو كار كوي۔