اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئي??ي دي د فا??ا اصلاحاتو عمل به د سيمې د اولس د هيلو ترمخه ترسره كولې شي، د قبائلی سيمو پرمختګ او تعمیر ته حکومت پاملرنه كوي ، حکومت په وړومبي ځل د فا??ا مسئلو حل له سنجیده هڅې كړې دي۔ ده دا خبرې د قبائلی سيمو بېلا بيلو ایجنسیو سره تعلق لرونكو د مسلم لیګ (ن) عهديدارو پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې د شورو په ورځ وزیرِاعظم آفس كښې ده سره ملاقات کړې ؤ۔ د پلاوي مشري د سیفران دوهم وزير غالب خان کوله۔ پھ ملاقات كښې د فا??ا اصلاحاتو، قبائلی سيمو تعمیر او پرمختګ او سيمې په اړه په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وزیرِاعظم شاهد خاقان عباسی وو??يل د قبائلی سيمو د اولس تعمیر او پرمختګ ته حکومت پام لرنه كوي۔ ده وو??يل د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل حکومت نه يوازې د فا??ا مسئلو حل له سنجیده هڅې كړې دي بلکې په هغې ئې په عملی توګه كار هم پيل كړے۔ ده وو??يل د فا??ا اصلاحاتو عمل پيل شوے او په هغې به عمل د فا??ا د اولس د هيلو ترمخه ترسره كولې شي۔ د فا??ا ضم كولو په اړه خبره كولو سره وزیراعظم وو??يل حکومت دا ګڼي چې د فا??ا اصلاحاتو او ضم كولو عمل به په ښھ ډول په پړاؤنو كښې ترسره كولې شي دغسې چی دې عمل سره تړون لرونكې چارې او مسئلې هم حل شي۔ ده وو??يل د فا??ا اولس قامی دائره كښې شاملولو ته اړتيا ده۔ ده وو??يل حکومت قبائلی سيمو كښې هم د هېواد نورو برخو برابر د تعلیم، صحت، روزګار موقعو او نورو اسانيو وركولو له لوظي دے۔ د پلاوي غړو فا??ا كښې د اصلاحاتو عمل په پيل كولو او قبائلی سيمو څخه د 70 كلونو راهسې د تور قانون ختمولو په لړ كښې په عملی اقداماتو د وزیراعظم مننه وكړه