اسلام آباد ۔ 14 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي اسلامي نړۍ فلسطين كښې د رامخې ته شوي صورتحال بشپړ او مناسب ځواب وركړې۔ دې سره به د فلسطين مسئلې حل كولو له مرسته ترلاسه شي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د تركيه موده ترسره كونكي سفير صادق بابر ګر??ن سره د مخه ښې ملاقات كښې كړې ۔ په دې مهال د خارجه وزارت اعلی چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان يو مدبر او بصيرت لرونكے لارښود دے۔ د اسلامي مرستې تنظيم او مشرتابه ئې فعال كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د فلسطين ٬ كشمير او روهنګيا غوندې ستونزو او چارو په اړه د تركيه او پاكستان دريځ يو ډول دے او دواړه ورونړه هېوادونه شريكې مرستې سره د مسئلو حل كولو له فعاله كردار ترسره كوي۔ اولس مشر ووئيل ترك سفير صادق بابر ګر??ن د خپل محنت ٬ قابليت او ښو اخلاقو د لارې د پاكستاني اولس زړونه ګټلي او ?? وظيفې ترسره كولو په موده كښې ئې دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې شوي۔ اولس مشر ?? وظيفه ترسره كونكي سفير ??اميابيو او خوشحالو له دعا كولو سره اولس مشر اردوآن ?? ترك حكومت او اولس له د نېكو هيلو پېغام ورسولو ووئيل۔ ترک سفیر صادق بابر ګر??ن په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان زما لپاره د كور په ډول دے۔ پاكستاني اولس ما سره بې كچه مينه لرې