اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د بشري حقونو نړيوالې ورځې په موقع په اسلام آباد كښې د يو سېمينار په مهال په مق??وض?? كشمير كښې د بشري حقونو څخه په سختو سرغړونو په خاموشې وېنا كوونكو په نړيواله ټولنه سختې نيوكې وكړې۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې د سېمينار اهتمام د كل جماعتي حريت كنفرنس د آزاد كشمير څا??ګې كړے و۔ وېنا كوونكو ??ه دې موقع ووئيل چې د مل??رو ملتونو منشور د ټول انسانيت د حقونو تحفظ لپاره جوړ كړے شوے و خو په مق??وض?? كشمير كښې د بشري حقونو څخه په سرغړونو د نړيوالې ټولنې رويه امتيازي ده٬ نړيواله ټولنه دې د كشمير مسئله د كشميريانو د خواهشاتو له مخې حل كولو لپاره په هند فشار واچوي۔ وېنا كوونكو د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو ته خواست وكړو چې هغوي دې په مق??وض?? كشمير كښې د هند د رياستي ترهګره سخت نوټس واخلي۔ په سېمينار كښې د حريت مشرانو غلام محمد صفي، سید یوسف نسیم، محمد فاروق رحماي، سید فېض نقشبندي، منظور الحق بټ، صغیر چغتائی، اېډوکېټ پروېز احمد، عبدالحمید لون او نورو ګډون وكړو۔