پېښور 29 ستمبر (اے پی پی) د ??ېب??پښتونخوا ګورنر انجینئراقبال ظفرجھګړا وئيلي قبائلی اولس له د ژوند ټولو اسانيو وركولو ته حکومت پام لرنه كوي او په دې لړ كښې په بيلو څانګو كښې په پرمختيائي پروژو كار روان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د میران شاہ شمالی وزیرستان ایجنسۍ سره تعلق لرونكې يو پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د ملك محمد رحمان په مشرۍ كښې ده سره په پېښور ګورنر هاؤس كښې ليدل۔ پلاوي كښې نیك محمد خان داوړ،ملك محمد نور جان،ملك ثنااللہ او نور شامل ؤ۔ پلاوي ګورنر د سيمې وګړو د ستونزو څخه خبر كړو او د هغې حل ??ه ئې تجاویز وركړل۔ ګورنر په دې مهال پلاوي له د ایجنسۍ اولس ت?? د ??ېښو مسئلو حل ???? د ??رستې بشپړ باور وركړو۔ بلخوا د مردان څخه تعلق لرونكې يو پلاوي هم د کرنل شیرافغان په مشرۍ كښې د ګورنر سره وليدل او ګورنر ئې د سيمې اولس د مسئلو څخه خبر كړو۔ ګورنر پلاوي ل?? د ??ه دې لړ كښې د مرستې باور وركړو