نيويارك 21 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او د نيپال د وزيراعظم شېر بهادر ديوبا ترمېنځه د ملګرو ملتونو د عمومي اس??بلۍ د 72مې غونډې په موقع په نيويارك كښې ملاقات شوې دواړو مشرانو په بېلا بېلو څانګو په خاص توګه تجارت او سېلګرۍ كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو لپاره د عزم پخلې وكړو۔په دې موقع شاهد خاقان عباسي د دواړه هېوادونو ترمېنځه د ښه او دوستانه اړيكو حواله وركړه۔ وزيراعظم نيپال كښې د سېلاب او خاورو كمرو لوېدو په نتيجه كښې په زيان د نيپال حكومت او اولس سره د يوالي څرګندونه كولو سره ووئيل پاكستان د قدري آفتونو د آغيز مخنيوي لپاره د نيپال مالي مرسته كوي۔ ده اس??ام آباد كښې د سارك سمټ د راتلونكې غونډې په لړ كښې په مرسته كولو د نيپال مننه وكړه او سارك ئې د منطقې د اولس ګټو لپاره ??ام??اب فورم جوړولو لپاره د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د نيپال خپل همڅنګ ته د پاكستان د??رې بلنه هم وركړه۔۔ په دې موقع د نيپال وزيراعظم سارك منطقې لپاره يو تعميراتي فورم جوړولو او د سارك مشرانو راتلونكې غونډه په اس??ام آباد كښې كولو لپاره د پاكستان ملاتړ لپاره د عزم پخلې وكړه۔ د نيپال وزيراعظم د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د جذباتو هركلي كولو سره ده ته هم د نيپال دورې بلنه وركړه