ملګري ملتونه 18 ستمبر (اے پي پي) وزيراع??م شاهد خاقان عباسي به د نيويارك څلور ورځنې دورې په مهال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وېنا كولو نه علاوه يو شمېر نړيوالو مشرانو سره ملاقاتونه كوي٬ هغه به د كشمير مسئلې٬ د روهنګيا د مسلمانانو بحران او د افغان??تا?? صورتحال ته پام كوي۔ تېره مياشت د وزيراعظم په توګه د سوګند اخستلو نه پس د شاهد خاقان عباسي لخوا د ملګرو ملتونو دا وړومبې دوره ده۔ په ملګرو ملتونو كښې د ??اك??تا?? سفيرې مليحه لودهي ??اك??تا??ي خبريالانو ته د بريفنګ وركولو په مهال ووئيل چې د وزيراع??م شاهد خاقان عباسي د امريكې نائب اولس مشر مائيك پېنس پشمول د 9 دوه اړخيزه ملاقاتونو كېدو پرېكړه شوې او لا نور هم متوقع دي۔ په نورو كښې د اردن باچا نه علاوه د افغان??تا??٬ سري لنكا٬ برتانيې او د نيپال مشران شامل دي۔ وزيراعظم به د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انټونيو ګوټرس سره هم ملاقات كوي۔ هغه به د امريكې پخواني خارجه وزير هنري كسنجر او ځينې نورو امريكائي مشرانو سره هم خبرې كوي۔ وزيراع??م شاهد خاقان عباسي به د ستمبر په 21مه نېټه د ملګر ملتونو عمومي اسمبلې ته وېنا كوي۔ هغه به په نړيوال سياست٬ مهمو سياسي٬ سماجي او پرمختيائي چارو د ??اك??تا?? دريځ وړاندې كوي۔ مليحه لودهي ووئيل چې امريكې ??اك??تا?? مشر سره د خپل نائب اولس مشر مائيك پېنس د ملاقات تجويز وركړے ځكه چې هغه ??اك??تا?? سره بيا د سره د اړيكو جوړول غواړي۔ د ذريعو له مخې دا ملاقات ﴿نن﴾ د نهې په ورځ متوقع دے كوم به چې د افغان??تا?? او سوئيلي اسيا په اړه د اولس مشر ټرمپ د پالېسې په تناظر كښې وي۔ د بريفنګ په مهال په امريكا كښې د ??اك??تا?? سفير اعزاز احمد د يوې پ??ښت??ې په ځواب كښې ووئيل چې د افغان??تا?? په باره كښې امريكا خپل ن??ر لري او ??اك??تا?? خپل دريځ لري۔ سفير مليحه لودهي وضاحت كولو سره ووئيل چې د هېواد په ګټه د ??اك??تا?? پالېسې په واشنګټن كښې نه بلكې په اسلام آباد كښې جوړولې شي۔ هغې ووئيل چې ??اك??تا?? تل دا دريځ لري چې د مذاكراتو د حل د لارې امن راتللې شي۔ د عمومي اسمبلۍ د غونډې په مهال به وزيراع??م شاهد خاقان عباسي د خارجه اړيكو په اړه كونسل او د امريكې ??اك??تا?? بزنس كونسل ته هم وېنا كوي۔ هغه به نړيوالې مېډيا سره هم ملاقات كوي۔ د عمومي اسمبلې د غونډې په موقع به د او آئي سي٬ نام٬ جي 77 ٬ اي سي او٬ سارك٬ دولت مشتركه او د ډي 8 پشمول د سيمه ايزو او ذيلي سيمه ايزو تنظيمونو وزارتي غونډې هم كېږي۔ په دې موقع به د او آئي سي د كشمير رابطه ډلې غونډه هم كېږي۔