لاهور۔24ستمبر (اے پی پی )د سری لنکا په ضد ټېسټ ، ون ډے او ټی 20 سیریز كولو له قامي كركټ لوبډله د سرفراز احمد په مشرۍ كښې عرب اماراتو ته رسېدلې۔ قامي كركټ لوبډله نېشنل كركټ اكېډمۍ څخه لاهور ائير پورټ او دغه ځائې څخه د غېر ملكي پرواز د لارې دوبۍ ته ورسېده۔ د ټيم په اسكواډ كښې 16 لوبغاړي او 9 آفیشلز شامل دي۔ په لوبډله كښې اظهر علی ،شان مسعود ،سمیع اسلم ،بابر اعظم ،اسد شفیق ،حارث سهېل ،سرفراز احمد ( کپتان ) ،عثمان صلاح الدین ،محمد عامر ،حسن علی ،محمد اصغر ،یاسر شاہ ،محمد عباس ،بلال آصف ،میر حمزہ او وهاب ریاض شامل دے۔ قامي كركټ لوبډله به د سري لنكا په ضد 2 ټېسټ ، 5 ون ډے او 3 ټی 20 مېچونه كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه اولنې ټېسټ به په 28 ستمبر او دوهم په 6 اكتوبر كولې شي۔ دغسې 5 ون ډے مېچونه به په 13، 15، 18، 20 او 23 اکتوبر كولې شي۔ درې ټي 20 مېچونه به په 26 ٬ 27 او 29 اكتوبر كولې شي۔ د ټي 20 سيريز خاص خبره دا ده چې درېم او آخري مېچ به قذافي سټېډيم لاهور كښې كولې شي۔